د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره ایران ته د روسیې بلنه

روسې علاقه ښودلې څو د افغانستان د سولې په تړاو د روسې، چین او امریکا مذاکراتو کې تهران هم باید  ګډون ولري.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، د روسیې له ۲۴ کانال سره په مرکه کې ویلي  علاقمند دی چې ایران هم د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ګډون پیدا کړي.

نوموړي څرګنده کړه د افغانستان سولې په تړاو د روسیې خبرې اترې له امریکا سره دوام لري او د روسیې، امریکا او چین بورډ د تشکیل په حال کې ده چې پاکستان هم له هغه سره یو ځای کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر  هیله ښودلې چې ایران هم په دې بورډ کې شامل شوی او د افغانستان سولې په مسایلو کې دخیل شوی.

څه موده وړاندې مسکو د سولې  د څلور اړخیزه ناسته کې  د روسیې، امریکا، چین او پاکستان د استازو کوربه و،  د طالبانو او افغانستان د استازو کوربه توب یې هم کړی وو.

دا په داسې حال کې ده ، چې  د طالبانو د  سیاسي د فتر استازو په قطر کې له زلمي خلیزاد سره د خبرو له بندیدو ورورسته ، چې د ډونالډ ټرمپ له لورې ودرول شوې، روسیې، چین او ایران ته سفرونه کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *