پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمیدو ټینګار وکړ
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/10/2019-01-19T114059Z_1383692887_RC1937CE8100_RTRMADP_3_PAKISTAN-USA-AFGHANISTAN.jpg)
د پاکستان لمړي وزیر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د رالیږل شوي ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په خپل ګاونډي هېواد کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د خبرو اترو د پیل کیدو هرکلی وکړ.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد تیر ماښام په اسلام اباد کې د عمران خان سره لیدلي او د افغانستان د سولې مساییل یې څیړلي دي.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی دی چې، عمران خان په دې لیدنه کې ژمنه کړي ده چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پروسې څخه به ملاتړ کوي.
ددې راپورونو پر بنیاد،د پاکستان لمړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر کموالی ټیینګار کړی او په جګړه کې له ښکیلو خواوو یې غوښتي دي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي چې پاکستان د دویم ځل لپاره ژمنه تازه کړي ده.
نوموړي په دوام کې ویلي دي:«مونږ په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره د مثبتو ګامونو په اخیستو کې په خپلو کې توافق ته ورسیدو. »
خلیلزاد د پاکستان له سفر وړاندې د افغانستان د حکومت د مشرانو او سیاسیونو سره هم لیدنه او خبرې اترې ترسره کړي وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې په تړاو د سفرونو تازه پړاو د طالبانو سره له ۹ دور خبرو اترو له بندیدو یوه میاشت وروسته د بلجیم،روسیې ،افغانستان او پاکستان له سفرونو څخه پیل کړي دي.
ټاکل شوي ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به ډېر ژر د چین په کوربتوب د طالبانو او افغانستان د حکومت ترمینځ یوه ناسته ترسره شي.