ننګرهار کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ  ولسوال نجیب الله رحماني خاورمیانه خبري اژانس ته وویل ؛ نن د لړم په (۶) نیټه سهار شاوخوا نهه بجې د کوټ ولسوالۍ په میترانو قریه کې د غازي په نامه ابتدایه ښوونځي کې چې چارې یې نوې پیل شوي د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه کاریګر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

رحماني وایي، ټپیان یې د ښې درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *