د کابل برښنا نن شپه نښلول کیږي

د برښنا ریاست وایي چې په جنوبي سالنګ کې د برښنا د زیانمنې شوي پاې د دویم سرکت د نصبولو کار نن ماښام پای ته رسیدلی او د کابل  وارداتي برښنا نښلول کیږي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ددې پاې لمړی سرکت وړمه ورځ نصب شوی او د برښنا تخنیکي ټیم به نن د ( لړم ۷) دویم سرکت هم نصب کړي.

د برښنا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې«ساعت مخکې په ساحه کې د دویم سرکت د نصبولو کار شروع شوی ،له همدې کبله یو ځل بیا د کابل ،پروان،کاپیسا،لغمان،میدان وردګ،ننګرهار،غزني لوګر او پکتیا وارداتي برښنا قطع شوي ده.»

د خبرپاڼې څخه په نقل د سیمې د اراضۍ د ستونزو سره سره د برښنا د شرکت تخنیکي ټیم په جدې ډول هڅه کوي چې د نن ورځې( لړم ۷) تر پای پورې د دوهم سرکت د نصبولو چارې پای ته ورسوي.

د برښنا ریاست وایي چې په سالنګ کې  د سرکتونو د نصبولو د کار په بشپړیدو سره به شاوخوا ۳۰۰ میګا واټه برښنا بیرته وصل شي ترڅو د کابل او د وارداتي برښنا د لارې اړوندو ولایتونو برښنا ونښلول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *