سالنګ د شپې له خوا تړل کیږي
د سالنګ لویه لار د تونل په برخه کې د شپې لخوا د ۲۰ ورځو لپاره د ټولو مسافر وړونکو وسایطو پرمخ تړل کیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وایي چې د سالنګ لویه لار به سر له صبا څخه د ۲۰ ورځو لپاره تړلي وي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «ټاکل شوي ده چې د لړم د اوومې څخه تر ۲۰ پورې به دغه لویه لار د شپې د ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې به د جمعې د ورځې په ګډون د اوونۍ په ټولو ورځو کې د ټولو مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ تړلي وي. »
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وایي چې که څه هم په مخکنۍ پروسه کې د مسافر وړونکو موټرو لپاره د نسبتاً کوچنیو دستګاوو څخه کار اخیستل کیده؛ مګر اوسنۍ دستګاوي لوي دي او د هیڅ ډول وسایطو د تیریدو وړتیا نه لري.
سرچینه وایي چې هغه موټرونه او ټول وسایط چې د شپې لخوا د تیریدو نیت لري،د سالنګونو په دواړو خواوو کې ودرول کیږي.
د سالنګ لویه لار د مهمو لارو له جملې څخه ده چې کابل د شمال سره نښلوي.