د ټاکنیزو کمیسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار

د ملې وحدت د حکومت اجراییه رییس د ټاکنیزو کمیسیونونو څخه وغوښتل چې تر څو په ټاکنیزو چارو کې خپله خپلواکي وساتي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ډاکټر عبدالله عبدالله د نن ورځې( لړم ۶) د وزیرانو شورا په ناسته کې څرګنده کړه چې خلک باید په رڼو ټاکنو بې باوره نه شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې رڼې ټاکنې د ولس واکۍ او دیموکراسۍ د کامیابۍ سبب ګرځي او ددې کړنې لپاره اړتیا ده چې ټاکنیز کمیسیونونه په ټولو چارو کې بشپړه خپلواکي ولرې.

ډاکټر عبدالله څرګنده کړه چې خلک او ټاکنیز کمیسیونونه باید د ټاکنو له روڼوالي څخه بې پروا نه شي.

اجراییه رییس په داسې حال کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار کوي چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د استعمال شویو رایو د شمېر په اړه د شپې لخوا د ډیجټل سنټر دروازې د قلف ماتیدو جنجال رامنځته کړی و.

همدارنګه د تلې د شپږمې د ټاکنو د پایلو اعلان چې ټاکل شوي وه د تلې پر ۲۷ اعلان شي په نږدې یوې میاشتې ځنډ سره په پام کې ده چې د لړم پر ۲۳ اعلان شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *