کونړ کې د افغان او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته کې ۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ مسولین وایې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ډیورنډ په کرښه باندې د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ  پرونې نښته اوس پای ته رسیدلې.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: پرون  یک شنبه د لړم په ( ۵)  نیټه له غرمې ورورسته د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډیورڼډ پر فرضي پوله د پاکستاني ځواکونو له لوري غیرې قانوني تحرکات شوي،  چې د افغان ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی د پاکستاني پوځیانو له لوري په ولسونو او منیتي ځواکونو ډزې شوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خپل ځان او ولس دفاع کړې .

نوموړی زیاتوي  د پاکستاني نظامیانو د راکټي بریدونو له امله تیره ورځ درې میرمنې وژل شوي او څلورتنه نور ملکي وګړي،  چې یوه یې میرمن اویو ماشوم دی ټپیان شوي.

د مصمیم په خبره ټپیان اوس د اسعد اباد ولایتي روغتون کې د درملنې لاندې دي روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

دا چې د دواړو غاړو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې  او کنه په اړه یې تراوسه معلومات نشته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *