لغمان کې یو تن خپل پلار، مور او ورور په ډزو ټپیان کړي
د لغمان ولایت چارواکي وایې نن سهار یو تن په خپل مور، پلار او ورور ډزې کړي، چې دواړه ټپیان شوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل دغه پیښه نن د تلې په ( ۲۸) نیټه سهار ۶:۳۰ بجې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په « اغرا اباد »سیمه کې رامنځ ته شوې.
دولتزي زیاته کړه دغه تن چې «خان ولي» نومیږي په نشي توکو روږدی دی نوموړي د کورني تاوتریخوالي له امله خپل مور پلار او ورور په ډزو ټپیان کړي.
د دولتزي په خبره ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي، چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د ولتزی وایې خان ولي له سیمې تښتیدلی خو دنیولو هڅې یې روانې دي.
خو ځیني راپورونه بیا وایې ، چې په دې پیښه کې دخان ولي مور خپل ژوند له لاسه ورکړی.