د ټاکنو ابتدایي پایلې نه اعلانیږي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدایي پایلې په ټاکل شوي نيټه نه اعلانیږي او ممکن دغه پایلې یوه اوونۍ وروسته اعلان شي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د تعین شوي مهال ویش له مخې ،نن ورځ باید د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان شوي وای.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړي وایي چې د ۹۰۰ څخه د زیاتو بایومیتریک دستګاوو د رایو پر سر ستونزې د ابتدایي پایلو د ځنډ لامل شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه غړې رحیمه ظریفي وایي چې نن ورځ د کمیسیون کړنې او ستونزې د خلکو په واک کې ورکول کیږي او ورته ویل کیږي چې د کوم لامل له مخې ابتدایي پایلې نه اعلانیږي.
نوموړې ټینګار کوي چې ټولې ستونزې او مشکلات به په روښانه ډول د خلکو په واک کې ورکړل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لمړنیو برنامو ته په پام سره،د بایومیتریک دستګاوو تفتیش باید د پنجشنبې تر شپې پورې پای موندلی وای؛ مګر د ۹۰۰ بایومیتریک دستګاوو اطلاعاتو ستونزې جوړې کړي دي.
د جمهوري ریاست د ټاکنو د ابتدایي پایلو اعلان په داسې حال کې ځنډیږې چې د ډېرې هېوادونو،او بهرنیو ادارو له جملې څخه د امریکا سفارت ویلي و چې کمیسیون باید روڼتیا له چټکتیا څخه قرباني نه کړي.