په کابل ښار کې د وسله والو غلو د درې کسیزې شبکې نیول کېدل

د ملې امنیت د عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د وسلوالو غلو یوه درې کسیزه شبکه نیولي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه کسان د شپږ میله وسلې سره یوځای نیول شوي دي.

د ملې امنیت د نن ورځې( تلې ۲۸)په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کسان؛ د ( شبکې سرګروپ) احمد ذکي په ذکي کمانډو مشهور،د (شبکې غړی) نوید د دادغلام زوي مشهور په مومن او حسیب الله د صفي الله زوي (شبکې غړی)،نومیږي.

د خبرپاڼې څخه په نقل،دې کسانو اعتراف کړی چې له دې وړاندې یې د رییس عبید د وسلوالو غلاوو او تخریبي فعالیتونو په ګروپ کې پراخه ونډه درلوده او د رییس عبید له نیولو کیدو وروسته یې په کابل ښار کې د خلکو د  په ځانګړې ډول د یوه خصوصي پوهنتون د استادانو او محصلینو په ځورونې او وسله والو غلاوو کې ځانونه بوخت کړي وو.

د ملې امنیت ریاست وایي چې دغه کسان د کابل ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوې عراده موټر د غلا کولو پر مهال بالفعل پیژندل شوي او نیول شوي دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *