ننګرهار کې د لس داعشیانو او درې طالبانو وژل کیدل

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت لعلپورې ولسوالۍ کې درې بريدګر طالبان وژل شوي او اچين کې لس داعش وسله وال او د دوې يو شمېر قرارګاوې، پوستې او پټنځایونه  لمنځه وړل شوي دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د راپور له مخې، دننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي د  ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ صدې سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړی، چې د پاڅونوالو ځوابيه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او بريد په شا تمبول شوی دی.

د خبرپاڼې  له مخې ولسي پاڅون کوونکو له بريد وړاندې کشفي معلومات درلودل او کله، چې مخالفينو بريد وکړ په ځوابيه بريد کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول، چې جسدونه يې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي د وسله والو طالبانو نور غړي په شا تمبول شوي  او پاڅونوالو ته کوم زيان ندی اوښتی.

خبرپاڼه کې ویل شوي د جګړې په ځای کې له وسله والو طالبانو څخه يو راکټ، يوه پيکا، يو کلاشنکوف او يو M16 وسلې هم ترلاسه شوي دي.

د سرچینې له مخې بل خوا د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې د پیل شويو عملياتو په ترڅ کې د تېرو څلرويشتو ساعتونو پر مهال لس داعش وسله وال وژل شوي او د دوی درې قرارګاوې، اته پوستې، دوه تونلونه او يو پټنځای لمنځه وړل شوي.

په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو له لوري دوه ځای پر ځای شوي ماينونه هم لمنځه وړي دي.

داعش او طالب وسله والو تراوسه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *