په بغلان کې د پراخه امنیتي عملیاتو پیل کیدل

امنیتي او دفاعي ادارې د بغلان ولایت د بشپړې تصفیې لپاره د پراخه عملیاتو د پیل کېدو خبر ورکوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پراخه عملیات د وړمې شپې له نیمایي څخه له  «ډنډ شهاب الدین»،«ډنډ غوري»او «کیله ګي» له درې استقامتونو پیل شوي دي.

د ملې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه عملیات به د وسله والو طالبانو له شتون څخه د بغلان ولایت تر بشپړې تصفیې پورې دوام ولري.

ملې دفاع وزارت وایي چې له دې وړاندې په بدخشان،تخار او کندز ولایتونو کې هم پراخه عملیات په لاره اچول شوي وو چې په پایله کې یې زیاتې سیمې او اراضۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل، په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د کلیدي کسانو،قومندانانو او نومول شويو ولسوالانو په ګډون لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د بغلان، کندز، بدخشان او تخار ولایتونه د هغه ولایتونو له ډلې څخه دي چې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو طالبانو د نښتو او ډله ایزو بریدونو شاهد وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *