«کوباني» د سوریې او روسیې د فوځ په کنټرول کې

د سوریې فوځي ځواکونه د روسي ځواکونو په ملتیا د سوریې په شمال کې د کوباني ښار ته ننوتي او د ترکیې د فوځ د بریدونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیسي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ځینې رسنیو راپور ورکړی دی چې سوریي او روسي  ځواکونه وړمه شپه «کوباني» ته ننوتي دي.

المیادین په راپور کې راوړي دي چې د روسیې ځواکونو په ملاتړ د سوریې د فوځ کاروان په کوباني ښار کې ځای پر ځای شوی او د ترکیې د فوځ سره د جګړې د مخنیوې لپاره چمتووالی نیسي.

په ځینې نورو راپورونو کې هم راغلي دي چې کُرد ځواکونه د د«پ ک ک» د رهبر عبدالله اوجالان د انځورونو په لیږدولو سره د سوریې او روسیې د فوځ په څنګ کې لیدل شوي دي.

په ورته وخت کې، د امریکا جمهور رییس ،ډونالډ ټرمپ تیره ورځ اعلان وکړ چې «پ ک ک» په ترهګریزو ګواښونو کې له داعش څخه بدتر دي او دا غوره وه چې ترکیه ورسره مبارزه وکړي.

همدارنګه ټاکل شوي ده چې نن( تلې ۲۵) د ټرمپ مرستیال مایک پینس د ترکیې د جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره وګورې او د سیمې په ځانګړې ډول د سوریې د شمال مسایل وڅیړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *