د نظامي تجهیزاتو د پیرلو لپاره د عربستان ۷۰ میلیارد ډالر لګښت
سعودي عربستان د ۷۰ میلیارده څخه زیاتو ډالرو په لګښت سره په نړۍ کې د وسلې لوې واردونکی هېواد شمېرل کیږي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې راوړي دي چې سعودي عربستان د ۲۰۱۴ کال راهیسې د ۲۰۱۸ کال تر وروستیو پورې د وسلې او نظامي تجهیزاتو په پیرلو شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالر لګښت کړی دی.
په دې راپور کې راغلي دي چې دا لګښت د سعودي د مشرانو له لوري د یمن د جګړې د پیل کیدو وروسته صورت نیولی چې ددغه هېواد د ناخالص کورني تولید ۹ سلنه جوړوي.
ددې راپور له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پر یمن د سعودي عربستان د تیري د پیل کیدو پر مهال دا هېواد په نړۍ کې د وسلې او تجهیزاتو په لوې واردونکي هېواد بدل شوی دی.
په ورته وخت کې امریکا عربستان ته د وسلې په لوې واردونکي هېواد بدله شوي ده په داسې ډول چې د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د ۷۰ سلنې په شاوخوا د عربستان د وسلې بازار په کنټرول کې لري.
د اسټنفورډ پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د څیړنې پر اساس پر یمن باندې د ۲۷ بریدونو څخه چې ملکي وګړې پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي ۲۵ یې امریکا ترسره کوي.