د ننګرهار په اچین کې د ۸ داعشیانو مرګ ژوبله
د ننګرهار چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت اچین ولسوالۍ کې ۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲۵ کړۍ ماینونه شنډ کړای شوي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پربنسټ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال ۵ داعشیان وژل شوي، درې نور ټپیان دي،۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي.
خبرپاڼې کې راغلي د داعش ډلې دوه پایې مخابرې، یو میل وسله او یوه اندازه تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، د یادو عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لورې د جمال خیل، مسته خیل او دیوانه بابا پاتې سیمې هم د داعش له شتون څخه پاکې شوې .
د داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.