په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو
یو بل امریکایي سرتیری په افغانستان کې په فوځي عملیاتو کې ووژل شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه امریکایي سرتیری د افغانستان په یوه برخه کې په نظامي عملیاتو کې وژل شوی دی.
د قاطع ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه امریکایي سرتیری وړمه ورځ(دوشنبه د وږي ۲۵ مه) د عملیاتو په جریان کې وژل شوی دی.
خبرپاڼې ددې پیښې د دقیق ځای او وژل شوي سرتیري د هویت په اړه مالومات وړاندې کړي نه دي.
د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د هغه سرتیرو هویت ۲۴ ساعته وروسته خپریږي چې د جګړې په جریان کې وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په شش درک کې د طالبانو په ځان وژونکي برید کې هم یو امریکایي سرتیری وژل شوی و، دغه پیښه ددې لامل شوه چې د امریکا د جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې خبرې ودرول شوي.