د ننګرهار په اچین کې د ۸ داعشیانو مرګ ژوبله

۲۵ سنبله ۱۳۹۸

د ننګرهار چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت اچین  ولسوالۍ کې ۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲۵ کړۍ ماینونه شنډ کړای شوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې،  د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پربنسټ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال ۵ داعشیان وژل شوي، درې نور ټپیان دي،۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي.

خبرپاڼې کې راغلي د داعش ډلې دوه پایې مخابرې، یو میل وسله او یوه اندازه تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، د یادو عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لورې د جمال خیل، مسته خیل او دیوانه بابا پاتې سیمې هم د داعش له شتون څخه پاکې شوې .

د داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اچین

داعش

ننګرهار


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.