نامعلومو وسله والو ننګرهار کې د ملي امنیت یو کارکونکی وژلی

چارواکي وایې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار اړوند دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت یو کارکونکی په ډزو وژلی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایې، نن د وږي په ( ۲۰)  نیټه سهار ۷:۴۰بجې د ننګرهار ملي امنيت رياست يوتن کارکوونکی  د دويمې ناحيې په مربوطاتو کې نامعلومو وسله والو وژلی دی.

سرچینې وړاندې زیات معلومات نه دي ورکړي.

د دې پیښې علت لا تراوسه معلوم نه دی او نه هم تراوسه چا د یادې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *