لوګر کې موټر بم برید
بیړنی؛ څو شیبې وړاندې په لوګر کې د ملي اردو څلورمې پلی لوا قومندانې دروازې ته څیرمه د موټر بم برید شوی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې دغه پیښه نن د وږي په ( ۱۴) نیټه وروسته له غرمې ۱:۳۰ بجه رامنځ ته شوې.
د لوګر د ولایتي شورا ریس حبیب الله ستانکزي له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تایده کړې، او څرګنده کړې یې ده، چې دغه برید د ځانګړو ځواکونو ( سپیشل فورس) پر کاروان شوی، چې بهرني ځواکونه هم ور سره دي.
نوموړي ډیر جزیات نه دي ورکړي.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
نور جزیات …