د امریکا او طالبانو تر مینځ پریکړه لیک لاسلیک کیږي؟

د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو د استازو تر مینځ د سولې د خبرو اترو لسم پړاو په ناټاکل شوي ډول پیل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د امریکا او طالبانو تر مینځ د خبرو اترو تازه پړاو ،تیره شپه د دوحې په ښار کې پیل شو.

د مذاکراتو ددې پړاو لوې توپیر،په ناسته کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان «سکاټ میلر» او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ګډون و چې د پریکړه لیک د لاسلیک کولو په اړه خبرو ته پیاوړتیا وربخښي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په دې دور خبرو اترو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی؛ زلمی خلیلزاد،د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان،سکاټ میلر؛ملا غني برادر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر شتون لري.

د نوموړي پر وینا ،په دوحه کې یې تر مینځه وروستۍ ناسته «مثبته» وه او په دې مذاکراتو کې پرمختګ شتون لري.

لسم پړاو مذاکرات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د تیر پړاو مذاکراتو له تیریدو وروسته ،خلیلزاد کابل ته راغلی او د پریکړه لیک یوه کاپي یې د ملې وحدت د حکومت د مشرانو په واک کې ورکړي ده.

همدغه راز ټاکل شوي وه چې نن (وږي ۱۶) جمهور رئیس محمد اشرف غني امریکا ته لاړ شي او د ډونالډ ټرمپ سره لیدنه ترسره کړي مګر تیر ماښام دغه موضوع وځنډول شوه.

ویل کیږي چې د خبرو اترو د  تازه پړاو پیل کیدل ددې سفر د ځنډ له دلایلو څخه و تر څو د خبرو اترو پایلې وروستۍ شي.

امریکا په داسې حال کې د بین الافغاني مذاکراتو او طالبانو سره د سولې د پریکړه لیک پر لاسلیک ټینګار کوي چې جمهور رئیس غني د تلې پر شپږمه د ټاکنو پر ترسره کیدو زور راوړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *