د کابل په ځان وژونکي برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي
تعقیبي؛ د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ابتدایي شمېرو له مخې،د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په ځان وژونکي برید کې،۱۰ تنه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن ( وږي ۱۴) له غرمې مخکې د ۱۰:۱۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې عبدالحق څلور لارې ته نږدې د مکروریانو پر عمومي سړک د چاودیدونکو توکو څخه ډک یو تونس ډوله موټر ته چاودنه ورکړل شوي ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې ددې ترهګریز برید په پایله کې د ۱۰ په شمېر کې ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړې د مالوماتو له مخې،په دې پیښه کې د ۱۲ په تعداد د ملکي وګړو موټرې هم ویجاړې شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ،پر خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې دغه برید د بهرنیو او افغان ځواکونو پر میشت ځای باندې ترسره شوي ده.
نور جزيیات…