په کندز کې انديښمنونکی وضعیت

پر کندز ښار د څلورو لوریو څخه د وسله والو طالبانو ډله ایز او تهاجمي بریدونه پیل شوي او په مختلفو سیمو کې جګړه روانه ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو د تیرې شپې له نیمایي راهیسې پر کندز ښار د څلورو لوریو څخه بریدونه ترسره کړي او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا ،رئیس محمد یوسف ایوبي،خاورمیانه ته وویل د طالبانو له برید وروسته بریښنا او مخابرتي شبکې غیر فعال شوي او کندز ته ټولې غځیدلې لارې تړل شوي دي.

د نوموړې پر وینا،نښتې د کندز ښار او «درې سوه فامیلۍ»او«سه درک» سیمو ته نږدې شوي چې خلک یې ویرې سره مخ کړي دي.

په ورته وخت کې ځینې ولسي سرچینې وایي چې که چیرې زیات کمکي ځواکونه دې ولایت ته ونه رسیږي د کندز ښار د بیا سقوط کېدو احتمال شتون لري.

روغتیایي سرچینو هم د کندز ښار  روغتونونو ته د څو ټپیانو د لیږل کیدو خبر ورکړی دی.

امنیتي چارواکو ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د مقاومت په حال کې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند،ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر اکونټ لیکلي چې د کندز د عمومي سړک کنټرول ددوې لاس ته ورغلی دی.

نور جزئیات …

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *