د افغانیو پر وړاندې د ډالر ټیټیدل

بهرنیو اسعارو په ځانګړې ډول د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تیرې اوونۍ په نسبت زیاتوالی موندلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د کابل د نن ورځې(سنبله ۹) په بازارونو کې د تیرې اوونۍ په نسبت د افغانۍ  بیې نږدې ۴۰ پوله(۰.۴ افغانۍ) زیاتوالی موندلی دی.

تیره اوونۍ د کابل په بازارونو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه د ۷۸.۴۰ افغانیو سره برابره وه چې نن ورځ دغه شمېر تر ۷۸ افغانیو رسیدلی دی.

د نورو بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په دې ډول دی:

یو ډالر د ۷۸ افغانیو سره برابر

یوه یورو د ۸۵.۸۰ افغانیو سره برابر

یو انګلیسې پونډ د ۹۴ افغانیو سره برابر

یو سعودې ریال د ۲۰.۷۰ افغانیو سره برابر

د اماراتو یو درهم د ۲۱.۲۰ افغانیو سره برابر

زر ایراني تومان د ۶.۹۰ افغانیو سره برابر

زر هندې کلدارې د د ۱۱۱۰ افغانیو سره برابرې

او زر پاکستانۍ کلدارې د ۴۹۶ افغانیو سره برابري دي.

د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د بدلون په حال کې دي.

د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د سقوط سره مخ شوی دی چې په دې وروستیو کې مرکز بانک د پولې زیرمو د زیاتیدو خبر ورکړی او همدارنګه تیره اوونۍ یې هم د خپلو همیشنيو ناسمو سیاستونو له کبله،یوه اندازه ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *