اردوغان په روسیه کې ایسکریم وخوړ
د ترکیې او غرب تر مینځ د کړکیچونو د سختیدو په تعقیب ،ددغه هېواد جمهور رئیس روسیې ته ولاړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،رجب طیب اردوغان د «ایس ـ ۴۰۰» دفاعي سیستم د دویمې جوپې د تحویلو لپاره مسکو ته تللی دی او د ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي دي.
روسیې ته د اردوغان سفر د «ماکس ۲۰۱۹» د هوایي نندارتون د مراسمو د ترسره کیدو هم مهاله ترسره کیږي او اصلې موخه یې د «ایس ـ ۴۰۰» دفاعي سیستم د دویمې جوپې ترلاسه کول دي.
رجب طیب اردوغان د خپل روسیې سیال سره یو ځای د «سوخو ـ ۵۷» جنګې الوتکو څخه هم لیدنه وکړه او ممکن ترکیه دغه جنګي الوتکې د امریکایي «اف ـ ۲۵» پر ځای وټاکي.
د نړۍ دوه پیاوړیو سیاستمدارانو همدارنګه د ایسکریم پلورنځي په یوه غرفه کې په ګډون کولو سره ،ایسکریم هم سره وخوړل.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له لورې پر ترکیه باندې د بندیزونو لګولو احتمال هم شتون لري.