د ټاکنو په صورت کې به،جګړه دوام ومومي؛ د امریکا او طالبانو ترمینځ سوله د جګړې د پای ته رسیدو په معنی نه ده

د قطر په دوحې ښار کې د طالبانو او امریکا د استازو تر مینځ د خبرو اترو نهم پړاو مخ پر پای ته رسیدو دی او ممکن د دواړو لوریو تر مینځ توافق ترسره شي.

مګر ایا دغه خبرې اترې او توافق د افغانستان د راتلونکي او خلکو د برخلیک لپاره مهم دی؛ایا د جګړې او بې امنیتیو په بهیر کې اغیزمن دی او کولای شي افغانستان د ثبات او ارامۍ پر لور یوسي؟

د سیاسې چارو کارپوه احمد سعیدي د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه:«دا سوله زمونږ او د طالبانو ترمینځ نه ده؛ دا د امریکا او طالبانو تر مینځ سوله ده.»

د نوموړي په عقیده،د امریکا او طالبانو تر مینځ سوله افغانستان کې امنیت نه راولي؛بلکه د جګړې لورې او تګ لارې ته بدلون ورکوي او په ورته وخت کې «د طالبانو سپین بیرغ د داعش تور بیرغ ته اوړي».

د سعیدې له نظره،د امریکایانو او طالبانو تر مینځ خبرې اترې او پایلې یې د افغانستان لپاره یوه لویه او تازه سناریو ده چې داعش باید د مرکزي اسیا لورې ته واړوي او په  افغانستان کې جګړه دوام ومومي .

د پوهنتون دې استاد روښانه کړه «هغه خلک څوک چې فکر کوي د خلیلزاد تګ راتګ سوله راوړي،تیروتنه کوي،د حقیقت څخه لرې ده، دا سوله جګړه یوې بلې تګ لارې ته تغیروي».

نوموړي د امریکا  رول ته په اشارې وویل چې امریکا یو نړیوال قدرت دی،د تاریخ په اوږدو کې په نورو هېوادونو کې «غازي» شوي او د خپلو کړنو او ګټو لپاره «مدافع وکیله» ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو او طالبانو اړونده موضوعاتو  یو بل کار پوه وحید مژده د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې «ددغه مسئلې د جزییاتو په اړه بحثونه روان دي،ځینې موضوعات چې اصلاً مطرح نه و،رسنۍ یې مطرح کوي تر څو ذهنیت ته بدلون ورکړي».

نوموړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د جګړې د دوام د راپورونو په اړه څرګنده کړه «اصل قضیه دا ده،کله چې د ځواکونو د وتلو خبره وشوه،طالبانو امریکایانو ته وویل،تاسې قرارداد کوئ چې ځواکونه به ویستل کیږي،په دغه حالت کې به د افغان ځواکونو سره همکارې کوئ،امریکا څرګنده کړه په هغه صورت کې همکارې کوو چې افغان ځواکونه په طالبانو برید کوي،طالبان وایي مونږ اړ یو چې وجنګیږو،یوازې د افغان ځواکونو سره نه بلکې د بهرنیو ځواکونو سره هم جګړه کوو».

د مژده پر وینا،د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د بهرنیو ځواکونو وتل پای ته ورسیږي چې  د نظامي،جنګې ،استخباراتي،مشاورینو او حتی تخنیکي کسانو له ډلې ټول ځواکونه به پکې شامل وي.

د نوموړې د څرګندونو پر اساس،امریکا ټینګار کوي چې په دې هېواد کې به یو شمېر ځواکونه  د خپل سفارت د دفاع لپاره وساتي؛مګر طالبانو نه ده منلي او ویلي یې دي چې دغه کار د دولت دنده ده».

د سیاسې چارو دې کارپوه ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه به د ۲۰۲۰ کال تر پایه د ټولو بهرني ځواکونو وتل پای ته ورسیږي او حتی د امریکا جمهور رئیس ویلي و چې د ځواکونوویستلو ته بیړه نه لري(یعنې تر ۱۶ میاشتو پورې صورت نیسي چې دوه اړخیز تړون دی.)

سرچینې روښانه کړه که چیرې د څو نورو ورځو پورې د امریکایانو سره تړون لاسلیک شي ،امریکا به بل کار شروع کړي چې له همدې ګړۍ یې پیل کړی دی او له اشرف غني څخه یې غوښتي دي تر څو له ټاکنو لاس واخلې؛مګر جمهور رئیس عربستان ته تللی او له سعودي یې غوښتي دې تر څو په دې اړه واسطه وکړي.

ټاکنې یا سوله؟

مګر په اوسنیو شرایطو کې مهمه موضوع چې خلک یې په واټن کې اچولي دا ده چې ټاکنې کیږي چې ګډون پکې وکړي که سوله راځي؟

وحید مژده په دې اړه وایي:مساییل جدې کیږي؛ که چیرې ټاکنې وشي،ټوله لس میاشتینۍ پروسه به بې ګټې او بې پایلې وي او دا به هم ثابته شي چې امریکا هم په جګړه او هم په سوله کې ماتي خوړلي ده.»

نوموړی وایي په هغه صورت کې چې ټاکنې د حکومتي برنامو په لمړۍ کرښه کې وي او پر کولو یې ټینګار کیږي ،موضوع بل طرف ته ځي، د ټاکنو په پایله کې چې هر حکومت راشي د ۵ نورو کالو لپاره مشروعیت مومي؛ مګر «جګړه به دوام لري».

د مژده په باور،«هر لوری چې یو حکومت غواړي «موقت»حکومت به وي  چې بین الافغاني مذاکراتو او بدلونونه یې رامنځته کړل،د طالبانو لپاره دا د نه منلو وړ وه چې د ۱۸ کاله جګړې سره سره دې د افغانستان د حکومت سره مذاکرات وکړې ،اساسي قانون او ټاکنې دې ومني.»

د نوموړې له نظره،د هېواد په لویو برخو کې اوس هم سخته جګړه روانه ده.

مګر نوموړی په دې باور دی تر هغې پورې چې د طالبانو غوښتنې چې «اسلامي نظامي حکومت» ، «د اساسي قانون لغوه کېدل» او نوې قانون لپاره د کمیسیون منځ ته راتګ غوښتنې پکې شاملې دي ونه منل شي د حکومت او طالبانو تر مینځ خبرې اترې ناشونې دي.

په ورته وخت کې،احمد سعیدي وایي«ممکن ټاکنې ترسره نه شي،که چیرې ترسره شي له درغلۍ به ډکې وي او یو یا دوه میلیونو څخه زیات خلک به پکې ګډون ونه کړي.»

د نوموړې په فکر،په اوس وخت کې «دوه سرې» حکومت لرو؛له ټاکنو وروسته «څلور سرې» حکومت راځي او  کوم توپ چې اوس د طالب سره په میدان کې دی د داعش میدان ته به ورځي.

د بن کنفرانس او تازه خبرې اترې

وحید مژده په دې ټینګار کوي چې د حکومت د رامنځته کیدو لپاره د طالبانو غوښتنې له تیارۍ وروسته په دویم ګام کې د اوربند او سراسري سولې موضوع   رامنځته کیږي.

 

د هغه د مالوماتو له مخې«یو ټکی باید ووایم ،یو تصور دا دی چې طالبان غواړي د قطر په خبرو اترو کې واک ته ورسیږي؛اصلاً دغه برنامه د «بن» د پروسې خلاف ده ځکه چې د بن په پروسه کې ټولو لوریو ګډون نه درلود او په دې پړاو کې باید ټول ګډون ولرې،د بن په پروسه کې په افغانستان کې بهرني ځواکونه ول،اوس وځي  او حکومت د ټولو لپاره د منلو وړ دی؛ مګر په اوس وخت کې هغه څه چې طالبان یې غواړي تر یوې اندازې پورې باید ورته پاملرنه وشي.»

مژده روښانه کړه چې که چیرې د طالبانو غوښتنې ونه منل شي،د طالبانو مشران نه شي کولای خپل هغه جنګیالیو ته قناعت ورکړي چې ددغه مودې په تیریدو سره یې تلفات ورکړي او بلاخره هیڅ کار هم سرته رسیدلی نه وي او د نه منلو وړ وي.

د نوموړې په عقیده،د قطر له تړون وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي.

لا تر اوسه افغان حکومت د قطر د خبرو اترو او ترسره شویو مذاکراتو د خبرو او شکونو په اړه هیڅ غبرګون ښودلی نه دی؛که څه هم د جمهور رئیس ویاند دوه ورځې وړاندې ټینګار کړی و چې د طالبانو پر وړاندې جګړه «جهاد» دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *