د پاکستان له لوري پر کونړ راکټي برید ۹ کوچنیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کونړ ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې پاکستاني نظامیانو له لورې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ د راکټ برید شوی .
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن چهار شنبه د وږي په (۶) نیټه له غرمې ورورسته د پاکستاني نظامیانو له لورې د راکټ مرمې توغول شوې ، چې د راتوغول شوې مرمې له امله د دانګام ولسوالۍ په خرو پټي سیمه کې د لوبو پر مهال درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټيیان شوي دي.
لا تر اوسه پاکستان ددغه راکټي برید په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د وروستیو کلونو په جریان کې د کونړ ولایت سرحدي سیمې د پاکستان د ګڼو راکټي بریدونو شاهدې دي.