په هرات کې ۱۴ تنه ولسي پاڅون کوونکي او ملکي وګړی ووژل شول

د هرات ولایت په کشک رباط سنګې ولسوالۍ کې پر ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې د پاڅون کوونکو او ملکي وګړو په ګډون ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د وسلوالو طالبانو ډلې د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د «چهار درې» په سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید کړی او له هغوې سره په نښته اخته شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند،عبدالاحد ولیزاده وایي چې په دې برید او نښته کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي پر وینا،سیمې ته مرستندویه ځواکونه لیږل شوي او له طالبانو سره یې نښته کړي چې په پایله کې یې مخالفینو ته درانه تلفات اړول شوي دي.

همدارنګه ځینې نورې سرچبنې وایي په دې نښتو کې د ولسي پاڅون کوونکو او د سیمې د اوسیدونکو څخه ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې تیره شپه یې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړی او ددغه ځواکونو یوولس تنه یې وژلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *