ننګرهار کې ۷ داعشیان وژل شوي او ۹ نور ژوندي نیول شوي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت مسکې مېنې او پچیراګلم ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي او یو شمیر یې ژوندي نیول شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت په هسکې مینې او پچیراګام ولسوالیو کې ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي ، چې په ترڅ کې ۷ داعش وژل شوي،نهه نور ژوندي نیول شوي او د دوی د  وسلو او مهماتو یوه ډیپو هم لمنځه وړل شوې ده .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخیلو تنګي سیمه  کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات  ترسره کړي چې په ترڅ کې ۶ داعشیان ووژل شوي،همدا  راز یادو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات ترسره کړي،چې پر مهال یې یو داعش وژل شوی،۹ غړي یې ژوندي نیولي او د دوی د وسلو یوه ډیپو یې تخریب کړې ده .

د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

د داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *