په کابل کې د واده پر مراسمو د برید قربانیان تر ۸۰ تنو ورسیدل
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په «شهر دبۍ » هوټل کې د واده پر مراسمو د ځان وژونکي برید قربانیان ۸۰ تنو ته پورته شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د شنبې په شپه(زمري ۲۶) د ۱۰:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د شپږمې امنیتې حوزې په بهادرخانه سیمه کې په «شهر دبۍ» هوټل کې یو زوروره خونړۍ چاودنه ترسره شوه.
د کورنیو چارو وزارت له دغه پیښې یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې په دغه خونړۍ پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۲ تنه ټپیان شوي دي.
مګر اوس د درې ورځو په تیریدو سره د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددې پیښې د قربانیانو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شوي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دغه خبره د رسنیو سره په خبرو کې منلي او ویلي دي چې یو شمېر ټپیانو د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
داعش ترهګرې ډلې ددې پیښې پړه پر غاړه اخیستي او وسله والو طالبانو بیا دغه برید په کلکه غندلی دی.
د واده پر مراسمو خونړی برید ددې لامل شو چې دولت د خپلواکۍ د بیرته اخیستنې سلمې کالیزې مراسم وځنډول او د زمري پر ۲۸ مه یې کوچني مراسم ترسره کړل.
دې پیښې دننه او بهر د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.