په روسیه کې د مهماتو په یوه ډیپو کې زورورې چاودنې یو کس وژلی او اته تنه ټپیان کړي دي

د روسیې د «کراسنویارسک» ولایت د مهماتو په یوه ډيپو کې د یوې زورورې چاودنې له امله یو تن وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس دنړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه چاودنه تیر ماښام د روسیې د کراسنویارسم ولایت د «اچینکس» سیمې د مهماتو په یوه فوځي مرکز کې رامنځته شوي ده.

د روسیې سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې د چاودنې وروسته،په فوځي مرکز کې لویه اورلګیدنه رامنځته شوه او د سیمې اوسیدونکي ژر تر ژره له سیمې ویستل شوي او امن ځایونو ته لیږدول شوي دي.

د سرچینو پر وینا له چاودنې وروسته  د اطفایي او امنیتي ځواکونو له لوري د سیمې تر ۲۰ کیلومترو پورې د هستوګنې کورونه خالي شوي دي.

ددغه پیښې د چاودنې له امله تر ۱۵ کیلومترو پورې کورونو ښيښې ماتي شوي دي.

سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې د پیښې له وخت څخه د ۱۰ ساعتو له تیریدو وروسته یو تن وژل شوي اته تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي او په دې شمېرو کې د بدلون احتمال موجود دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *