په تګزاس کې په ډزو کې ۲۰ تنه وژل شوي دي

د امریکا د تګزاس ایالت د سرحدي ښار «ال پاسو» د پیر او پلور په یوه مرکز کې د ډزو په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د تیرې شپې په نیمایي حیصه کې یو وسلوال کس د«ال پاسو» په ښار کې د «سیلو ویستا» د پیر او پلور یوه مرکز ته ننوتی او پر خلکو یې ډزې کړي دي.

د تګزاس پولیس وایي چې بریدګر یو سپین پوستی سړی دی چې له شلو کالو پورته عمر لري ،ویل کیږي له برید وړاندې یې په ټولنیزو رسنیو کې یوه بیانیه هم خپره کړي ده.

د تګزاس روغتیایي سرچینې وایي چې په دې پیښه کې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي چې د ۹ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ددې پیښې په غبرګون کې پیښه خواشینونکي بللي او ویلي دي چې په دې ډزو کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

د «ال پاسو»ښار د امریکا او مکزیک په ګډه پوله پروت دی او د امریکا د جنوب له امن ترینو ښارونو څخه شمېرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *