د «اون» په شتون کې د شمالي کوریا د توغندیو تازه ازموینه
شمالي کوریا د «کیم جونګ اون» تر مستقیمې څارنې لاندې دوه بالستیک توغندي په بریالیتوب سره وازمایل.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه دوه بالستیک توغندي وړمه شپه د پیونګ یانګ له لورې ازمایل شوي او ددغه هېواد مشر هم پرې خوښي څرګنده کړي ده.
یونهاپ خبرې اژانس د شمالي کوریا د رسمي اژانس څخه په نقل راوړي دي چې دا څو ډوله نوي هدایت کېدونکي توغندي په «لوې کالیبر»سره د الوتنو د همدغه ډول کړنو د ارزیابۍ د کنټرول په موخه چمتو شوي دي.
ویل کیږي چې د شمالي کوریا رهبر «کیم جونګ اون» په مستقیم ډول ددغه توغندیز ازمایښت څارنه کړي او ددغه ازمایښت څخه یې «بشپړ رضایت» اعلان کړی دی.
د امریکا اطلاعاتي سرچینو هم د شمالي کوریا دغه تازه توغندیز ازمایښت تایید کړی دی.
په تیرو ۱۰ ورځو کې د شمالي کوریا له لوري دا دریم توغندیز ازمایښت دی.