ننګرهار کې دوو بیلابیلو چاودنو درې ملکي وګړي ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت شینوارو او بهسودو ولسوالیو کې چاودنو درې تنه ټپیان کړي.

د ننګرهار مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ننګرهار ولايت شينوارو او بهسودو ولسواليو کې د ځای پر ځای شويو ماينونو چاودنو له امله درې ملکيان ټپيان شوي.

د معلوماتو له مخې لومړې چاودنه نن د زمري په (۱۱) نیټه سهار شاوخوا څلور بجې او شل دقيقې د شينوارو ولسوالۍ د مارکوه بازار جامع جومات مخې ته د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله دوه لمونځ کوونکي ټپيان شوي، چې د يادې ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د يو بل خبر له مخې نن سهار شاوخوا اته بجې او څلويښت دقيقې د بهسودو ولسوالۍ اړوند مقام خان سيمه کې په يوې هندې ريکشا پورې نښلول شويو دوو ماينونو چاودنه کړې، چې له امله يې ريکشا چلوونکی اکرام الله ټپي شوی او د جلال اباد ښار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د دواړو چاودنو مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *