د امریکا په تکزاس کې د نفتو په یوه شرکت کې په اورلګیدنه کې ۶۶ تنه ټپیان شوي

د امریکا د تکزاس ایالت د نفتو او ګازو شرکت « اکسون موبیل » په عمده برخو کې د اورلګیدنې په پایله کې ۶۶ تنه ټپیان شوی.

د خاورمیانه خبري اژانس د نړیوالۍ برخې د خبر له مخې، دغه شرکت تیره شپه ناوخته د اورلګیدنې سره مخ شو او نن د زمري په ( ۱۰)  نیټه سهار  یو له تصفیه خانو څخه په یوه تصفیه خونه کې  چاودنه رامنځ ته شوې.

رویترز په راپور کې راوړي له دغې اورلګیدنې څخه ډیر قوي لوګي رامنځ ته شوي او د اطفایې مسولینو له دغه شرکت سره نږدې اوسیدونکو ته خبر ورکړی، چې له خپلو کورونو څخه بیرون نه شي.

د «اکسون موبیل »  شرکت ویاند   «ساره نورالدین  » ویلي دي، په دغه اورلګیدنه کې، چې تراوسه جریان لري د اطفایې د شپږو کارکونکو په ګډون ۶۶ تنه ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د اطفایې کارکونکي زیاته  هڅه کوي څو اور ګول  او نورو سیمو ته یې د غزیدو مخنیوی وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *