په بلخ کې یوازې سلام شبکه پاتي شوه

وروسته له هغې چې په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو پرې کېدل دوامدار شول ددغه ولایت سیمه ایزو چارواکو د هغوې د نماینده ګیو دفترونه «مهر و لاک» کړي او اوس مهال په دغه ولایت کې یوازې سلام مخابراتي شبکه فعالیت ترسره کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،مخابراتي شبکو په بلخ ولایت او مزار شریف ښار کې د شپې لخوا فعالیتونه بند کړي وو،په همدې موخه ددغه ولایت والي دغه شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو.

مګر دغه بهېر تیره شپه هم دوام درلود او یوازې سلام مخابراتي شبکې فعالیت درلود چې نن ورځ ( چنګاښ ۳۱) د والي په لارښوونه په مزار شریف ښار کې د مخابراتي شبکو دفترونه «مهر ولاک » شوي دي.

په مزار شریف کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو د قطع کېدو بهېر د شنبې له شپې پیل شو او د طالبانو د خبرداري په لړ کې یې د شپې له ۷ بجو وروسته خپل مخابراتي انتنونه پرې قطع کړل.

اوس مهال یوازې سلام مخابراتي شبکه په مزار شریف کې فعالیت لري.

د مخابراتي شبکو پرله پسې پرې کیدو د بلخ د والي جدې غبرګون له ځانه سره درلود ،محمد اسحق رهګذر وړمه ورځ ددې مخابراتي شبکو د استازو سره په ناسته کې هغویو ته ګواښ وکړ چې ددې عمل د تکرار په صورت کې به د دوې ټولې نماینده ګۍ تړل کیږي.

د بلخ ولایت چارواکي وایي تر هغه وخته پورې چې مخابراتي شبکې د ۲۴ ساعته فعالیت ژمنه رانکړې دفترونه به یې مهر ولاک وي.

د بلخ اوسیدونکو هم د شپې له لوري د مخابراتي شبکو د فعالیتونو پرې کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ددغه ستونزې د حل غوښتنه یې کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *