عمران خان او ټرمپ یو له بل سره ویني
د امریکا او د پاکستان مشران د اسلام اباد د حکومت په راس کې د عمران خان له شتون وروسته د لمړي ځل لپاره یو له بل سره ګورې.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ په نظر کې لري چې عمران خان په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر ضد جګړې ته وهڅوي او د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ ته یې راوبلي.
د پاکستان د لمړي وزیر په توګه واشنګټن ته دا د عمران خان لمړی سفر دی.
عمران خان تیره ورځ امریکا ته رسیدلی او تمه ده چې نن ورځ ( چنګاښ۳۱) به د امریکا د جمهور رئیس سره ملاقات وکړي.
د ټاکل شوي برنامې له مخې تمه ده چې د پاکستان لمړی وزیر د امریکا د دفاع ،انرژۍ او خزانې وزارتونو له چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي.
د دواړو هېوادونو مشران په داسې حال کې سره ملاقات کوي چې په وروستیو میاشتو کې د مختلفو مسایلو له وجې د اسلام اباد او واشنګتن تر مینځ اړیکې خړې پړې شوي او له بله پلوه د افغانستان د سولې خبرې هم جدې شوي دي.
په همدې موخه د امریکا مشر هڅه کوي تر څو د افغانستان دسولې په پروسه کې د پاکستان د مهم رول درلودلو په دلیل عمران خان تشویق کړي او په یوه ډول د دواړو هېوادونو تر مینځ اړیکې ښې کړي.
ویل کیږي چې ډونالډ ټرمپ په ۱۳۹۶ کال کې پر خپل ټويټر لیکلي وو چې امریکا د تیرو ۱۵ کالو په اوږدو کې په «احمقانه ډول» د پاکستان سره له ۳۳ میلییونه ډالرو زیاته مرسته د پاکستان په واک کې ورکړي وه.