ننګرهار کې ۲۰ وسله وال مخالفين حکومت سره يو ځای شول

ننګرهار ولايت ملي امنیت رياست کې د زمري په لومړۍ د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ۲۰ وسله وال مخالفين د خپلو ۲۱ ميله وسلو سره حکومت سره يو ځای شول.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛  د خبري کنفرانس پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخيل، چې د ملي امنيت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي او نور مسئولينو هم شتون درلود وويل، چې د ملي امنيت موظفينو په هڅو د چپرهار، مومندرې، خوږياڼو او شينوارو ولسواليو کې، چې نولس وسله والو طالبانو فعالیت کوه د حقيقت په درک کولو سره سولې بهیر سره يو ځای شول.

نوموړي وویل، چې په ورته وخت کې يو داعش وسله وال هم ملي امنيت رياست ته تسليم شوی او په خپلو تېرو کړنو يې پښيمانې ښودلې.

هغه زياته کړه، چې يو ځای شويو وسله والو مخالفينو خپل نولس ميله کلاشنکوفونه، يو ميل پيکا او يو ميل راکټ هم ملي امنيت رياست ته وسپارل.

نوموړی وايي، چې چپرهار ولسوالۍ د روانو عملياتو په ترڅ کې له وسله والو مخالفينو پاکه شوې او هڅه کوي، چې په دغه ولایت پاتې ساحې، چې په کې د وسله والو مخالفينو واړه ګروپونه شتون لري ترې خلاصې کړي.

سولې بهير سره يو ځای شوي طالب قوماندان الله نظر وويل، چې د خپلو شخصي ستونزو له امله وسله والو طالبانو سره يو ځای شوی و او په پاکستان کې يې د دريو موټرو په وسيله خپل هېواد ته چاوديدونکي او نور تخريب کوونکي توکي ليږدول.

نوموړي زياته کړه، چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې د انسان تښتونې ترڅنګ، په جګړو او ګڼ شمېر نورو ورانکارانو فعاليتونو کې برخه اخیستې.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې ننګرهار کې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو له جګړې لاس اخيستی او سولې بهير سره يو ځای شوی دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *