ننګرهار کې چاودنې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان کړي
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې دوه تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن د غبرګولي په ( ۲۹) نیټه سهار مهال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د ابتدایې محکمې ته څیرمه د مبایل په ډبي کې د ځای پرځای شو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي سطحي ټپیان شوي.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.