ننګرهار کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان  په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛  د ننګرهار ولایت مطبوعاتي د فتر وایې، د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.

سرچینې زیاتوي،  ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو دوه ميله کلاشنکوفونه، څلور شاژورونه، يو تومانچه، يوه پرتله او يوه ايکم مخابره هم ترلاسه کړي دي.

دا عمليات په داسې وخت کې تر سره شول، چې په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو تحرکات ليدل شوي و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *