پر امریکا او پاکستان د کرزي بیاځلي برید

د هېواد پخواني جمهور رئیس یو ځل بیا امریکا او پاکستان په افغانستان کې د جګړي پیل کوونکي ګڼلي او وایي چې د پاکستان استخباراتي دستګاه د امریکا په ملتیا سره په افغانستان کې وژنې پیل کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،حامد کرزی نن ورځ (چنګاښ ۲۷) د «افغانستان د راتلونکي په لور» تر نامه لاندې چمتو شوي ناسته کې ګډون وکړ او ویي ویل چې امریکا باید د ګاونډیو هېوادونو سره د پردې تر شا معاملو څخه ډډه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه چې واشنګټن او امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکیل دي او یو د بل سره په همکارۍ یې په افغانستان کې سخت دریځي او وژنې پیل کړي دي.

پخواني جمهور رئیس څرګنده کړه چې د سولې پروګرامونه او د پردې تر شا معاملات باید په داسې بڼه نه وي چې خلک تر پښو لاندې شي (هغه ډول چې تر اوسه ترسره شوي دي).

کرزي د افغانستان خلک په هېواد کې د سولې اصلې مالکان وبلل او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې چې ددې هېلې په لاسته راوړلو کې یې له منفي سیالیو لاس واخلي.

په ورته وخت کې پخواني جمهور رئیس  ایران او ددغه هېواد او امریکا تر مینځ روان کړکیچ ته په اشارې څرګنده کړه چې «امریکا باید د سولې د بهېر لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو باور خپل کړي.»

د نوموړي په باور،ایران باید د افغانستان په سولې ډاډمن شي او ددې پروسې پر وړاندې باید د ایران او امریکا اړیکي منفي اغیزې ونه لري.

کرزي ټینګار وکړ چې په رامنځته شويو کړکیچونو کې امریکا باید د افغانستان له خاوري څخه د ایران په وړاندې کار وانخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې صورت نیسي چې ټاکل شوي ده  په نږدې راتلونکي کې دویمه بین الافغاني ناسته ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *