ننګرهار کې د داعش ډلې دیوه قومندان ساتونکی نیول شوی

د ننګرهار چارواکي وایې په دې ولایت کې د داعش ډلې د عمر خراساني ساتوونکی او ننګرهار ته د هدفي وژنو په موخه ګمارل  شوی غړی نیول شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت ملي امنیت منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ اړوند په وچ تنګي سیمه کې د  «عبدالواجد » په نوم هغه کس نیولی ،چې د داعش ډلې د مهم قوماندان عمر خراساني ساتوونکی وو او په وروستیو کې د هدفي وژنو په موخه ننګرهار کې ګمارل شوی وو.

د معلوماتو له مخې، عبدالواجد چې اصلاٌ د هسکې مینې د ګورګورۍ سیمې اوسیدونکی دی،له تېرو دوو کلونو راهیسې د داعش په ډلې کې فعالیت کاوه،چې په وروستیو کې د عمر خراساني له لورې ورته په ننګرهار کې د هدفي وژنو دنده ورکړل شوې وه .

خوږیاڼی وایې، نوموړی هغه مهال د بهسودو په وچ تنګي سیمه کې د ملي امنیت منسوبینو له لورې ونیول شو،کله یې چې په سیمه کې د یو تن د وژنې پلان درلود،چې موخې تر رسیدو وړاندې ونیول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

نیول شوي داعش پخپلو جرمونو اعتراف کړی او د مګړۍ ترې لا زیاتې څېړنې جریان لري .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *