ننګرهار کې د ځانمرګو بریدونو پلان جوړونکی نیول شوی

د ننګرهار چارواکي وایې د ځانګړو عملیاتو پرمهال یې په دې ولایت  کې د ځآنمرګو بریدونو پلان جوړونکی ژوندی نیولی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیې په سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې په دې ولایت کې د ځآنمرګو بریدونو پلان جوړونکی او د وسله والو طالبانو یو مهم غړی  « شیرین مشهور په سهیل  » ژوندی نیولی.

نوموړی زیاتوي شرین پلان درلود،چې د کرولا موټر بم په وسیله د سره رود ولسوالۍ په مقام باندې ځآنمرګي تروریستي بریدونه ترسره  کړي.

د خوږیاڼي په خبره، چمتو شوی موټر یې دوه ورځې وړاندې په نکړخیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې لمنځّه یوړل شو او نوموړی تېره شپه ژوندی نیولی شوی.

نیول شوي کس پخپلو لومړنیو څېړنو کې پخپل جرم اعتراف کړی دی .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *