د یوې بهرنۍ میرمنې د جنسي ځوروني په جرم د واخان ولسوالۍ د ولسوال دنده وځنډول شوه

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي چې پر یوې بهرنۍ ښځې د جنسي تیري په تور ددې ولایت د واخان ولسوالۍ د ولسوال دنده ځنډیدلي او په اړه یې څیړني رواني دي.

د خاور میانه خبري اژانس د راپور له مخې،وړمه ورځ داسی خبر خپور شو چې له مخې یې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د ولسوال له لوري یوه بهرنۍ توریستي ښځه تر جنسي تیري لاندې نیول شوي ده.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري ددې موضوع د منلو ترڅنګ، ویلي دي چې د لا زیاتو مالوماتو لپاره د واخان د ولسوال دنده ځنډول شوي ده.

د نوموړي پر وینا،دوه اوونۍ وړاندې ددې پیښې دوسیه د بدخشان مرکز ته رسیدلي او د واخان ولسوالۍ لرې والي له امله څیړنې او تحقیقات اوږده شوي دي.

نظري د رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دا ښځه د یوې ګرځندویه په توګه د تاجکستان له پولې واخان ته راوښتي وه او تاجکستان ته له ستنیدو وروسته یې د افغانستان سرحدي پولیسو ته ویلي دي چې د ولسوال له لوري جنسي ځورول شوي ده.

د بدخشان د والي ویاند نور جزيات وړاندې نه کړل او ددې ښځې د هویت په اړه یې هم مالومات ورنکړل.

دا بهرنۍ ښځه په داسې حال کې د یوه دولتي چارواکي له لوري په نوموړې د جنسي ځورونې ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په  حکومت کې پع لوړه کچه د دولتي دندو په اخیستو کې له ښځو سره د جنسي ځورونې او «سیکس» ترسره کولو ادعاوي هم مطرح شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *