پر عربستان د انصارالله ډلې د بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه

د یمن د فوځ او انصارالله ډلې ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د عربستان پر «جیزان» هوایي ډګر او «ملک خالد» هوایي هډې تازه بریدونه پیل کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،المسیره شبکې د یمن د فوځ د ویاند څخه په نقل راوړي دي چې د «قاصف K2» بې پیلوټه الوتکې څخه په کار اخیستني سره یې تازه عملیات ترسره کړي دي.

یحیی سریع ویلي دي چې پر جیزان هوایي ډګر باندې له برید وروسته ټولې الوتنې بندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د «ملک خالد» پر حساس نظامي مرکز دوه نور هوایي بریدونه هم ترسره شوي چې د نظر وړ مورچې پکې په نښه شوي دي،نوموړي څرګنده کړه چې همدارنګه د عربي ایتلاف ځواکونو د وړمې شپې په جریان کې د یمن پر خاوره ۱۹ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

سریع زیاته کړه چې د عربستان پر خاوره به یې تر هغې بریدونه روان وي تر څو چې عربي ایتلاف پر یمن له تیري لاس وانخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *