ننګرهار کې د استناف محکمې د دوو تنو کارکوونکو وژل کیدل

۱۹ سرطان ۱۳۹۸

د ننګرهار چارواکي وایې نن سهار د جلال اباد ښار روښان مینې سیمه کې نامعلومو وسله والو د استناف محکمې دوه تنه کارکوونکي وژلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند روښان مېنې سيمه کې نن د غبرګولي په ( ۱۹)  نیټه  سهار شاوخوا اووه بجې او ۴۵ دقيقې نا معلومو وسله والو د استيناف محکمې پر دوو اداري کار کوونکو ( قدرت او کاتب) باندې  بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دواړه وژل  شوي .

د نوموړي په خبره د پیښې دعاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د دغې پیښې علت څرګند نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

استناف محکمې

ننګرهار


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.