د غزني په چاودنه کې یو ملکي وګړی ووژل شو

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین د چاودنې په پایله کې یوه ملکي وګړې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل تن ټپي شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه چاودنه نن سهار( چنګاښ ۱۸) د خواجه عمري ولسوالۍ په «قربان» کلي کې رامنځته شوي ده.

د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وایي چې په دې پیښه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سړک د غاړې یو ځای پر ځای شوي ماین پر  مازدا موټر چاودنه کړي ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،په دې چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې  په غزني ښار کې د ملې امنیت پر حوزې په انتحاري برید کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون ۱۷۹ تنه ټپیان شوي وو؛طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *