په کابل کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې نیول شوی دی
د کورنیو چارو وزارت وایي یوه ځانمرګي بریدګر چې په زنبق څلور لاري کې یې د معترضو نوماندانو پر خیمه د برید پلان درلود، موخې ته د رسیدو وړاندې نیول شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره شپه دې شخص نیت درلود تر څو د پارلماني ټاکنو د پایلو د ښځینه معترضو نوماندانو پر خیمه ځان وژونکی برید ترسره کړي چې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د شپې شاوخوا ۸:۰۰ بجې یوه ځان وژونکي بریدګر غوښتل چې د کابل ښار د زنبق څلورلاري په سیمه کې د څو تنو معترضینو ښځینه نوماندانو په درول شوي خیمه ځان وژونکی برید ترسره کړي،له ښه بخته چې هدف ته له رسیدو وړاندې د پولیسو له لوري پیژندل شوی،ټپي شوی او نیول شوی دی.»
د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځینه معترضینو له څه وخت راهیسې د تیرو انتخاباتو د پایلو پر وړاندې د تحصن د خیمې په درولو سره اعتراض کړی او د غذایي اعتصاب ترڅنګ یې ،خپلې شونډې هم ګنډلي دي.