په کالیفرنیا کې شدیده زلزله
یوې قوي زلزلې د ریښتر په اندازه « ۶.۹ » د امریکا په جنوب کې کالیفرینا ایالت و لړزاوه.
د خاورمیانه خبري اژانس د نړیوالۍ برخې د خبر له مخې، دغې زلزلې د امریکا پروخت د جمعې ماښام د کالیفرینا جنوبي سیمې لړزولي.
د امریکا د زلزلې پیژندنې ادارې ویلي دا زلزله د هغه ځمکې خوریدنې په نسبت قوي وه، چې تیره ورځ، د لاس انجلس شمال شرق په ۲۴۰ کیلو مترې کې رامنځ ته شوې وه.
د «سي ان ان» خبري شبکې ویلي؛ تراوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړ شوی؛ مګر دغه زلزله د کالیفرینا په جنوب کې له ۱۹۹۹ کال را په دې خوا قوي د ځمکې لړزیدنه ده.