کونړ کې ۱۰ داعش وسله وال و وژل شول

د کونړ چارواکي وایې؛ د دې ولایت وټه پور ولسوالۍ کې ۱۰ تنه داعش وسلوال وژل شوي او یو ستر مرکز ېي له منځه وړل شوی.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ په اننګوړو بانډه کلې کې د داعش په یو مرکز شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ېې د داعش تروریستي ډلې (۱۰) تنه وسلوال وژل شوي او  یو مرکز یې په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

نوموړی زیاتوي،  د عملیاتو په ترڅ کې ځانګړو ځواکونو ته یوه اندازه  مهمات، ماینونه او  چاودیدونکي توکي هم په لاس ورغلي ، چې  په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د داعش وسله والۍ ډلې تراوسه په دې نظر نه دی څرګند کړی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *