ننګرهار کې ۳ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې درې داعش وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي اړوند سکندرې په سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه  الوتکې په هوایي برید کې ۳ داعشیان وژل شوي دي  .

خوږیاڼی وایې په دې برید کې بل چا ته کوم زیان ندی اوښتی .

د داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *